خبرونهامنیت

په قندهار کې چاودنې درې پولیسان ټپيان کړل

کابل / د چنګاښ ۱۷مه / باختر

د قندهار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې نن سهار ۱۰ بجې پر پولیسو د ماین په چاودنه کې درې پولیسان ټپيان شول.

عیني شاهدان وايي چې په ټپيانو کې یو ضابط او دوه سرتېري شامل دي.

ویل کېږي پر دغو پولیسو ماموریت ته څېرمه بوتلي ماین ورغورځول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د قندهار د درېمې حوزې اړوند په عربو هدېرې سیمه کې پر پولیسو راکټي برید کې یو پولیس ټپي شو.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته