سیاست

په افغانستان کې ددايمي کارموندنې دکنفرانس په مناسبت د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغام .

 

کابلباختردثور١٧ 

په افغانستان کې ددايمي کارموندنې دکنفرانس په مناسبت د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي پيغام  .

د افغانستان اسلامي دولت په دې خاص زماني وخت کې خپله محوري پاملرنه دهيواد اقتصادي _ ټولنيزې پرمختيا ته اړولې ده چې دوزګارتيا او بيوزلي کچه چې په هيواد کې دڅولسيزو جګړو اونارا مي محصول ده ، کمه کړي . دولت دسترو اقتصادي پاليسو په طرحه کولو اوتدوين سره هوډمن دى چې دبنسټونو د جوړولو په برخه کې دسترو پروګرامونو په تطبيقولو سره ، هيواد د ترقي اوپرمختګ په لور رهبري کړي .

موږ باورلرو چې دغه لوړ هدف ته رسيدل هغه وخت امکان پيدا کوي چې موږ دفعال کار يو بازار ولرو ، داسې بازار چې په هغه کې په ماهرکارګر سره دبيلا بيلو اقتصادي سکتورونو اړتياوي لري شي اوددايمي او ښوکاري فرصتونو په برا برولو سره ، کارګران له خپلو مادي ،معنوي او ټولنيزو حقوقو او امتيازونو څخه ګټه واخلي .

اوس موږ ته په کاردى چې په بشپړ دقت سره د هيواد د کار بازار په علمي نظر سره وپيژنو،اوسني چلنجونه تشخيص اود مناسب حل لارې چارې يې ولټو.

د افغانستان اسلا مي دولت دپانګې اچونې د جلبولو په باب د هيواد د اقتصادي ودې په مقصد له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه نه کوي ، تل هلې ځلې کوي چى دلازمو تدبيرونو په نيولو سره دپانګې اچونې زمينه برابره کړي په يقيني تو ګه په هيواد کې د توليد دکچې په لوړيدو سره زموږ اقتصاد په توريد له ډډې لګولوڅخه  به په ځان دډډې لګولو او ان صادراتي حالت ته تير شي .څومره چې په هيواد کې ډول ډول صنايع وده کوي په هماغه اندازه د زيات کارزمينه برا بريږي او له دې سره جوخت په پانګې اچونې سره د کار داړيکو ښه تنظيم بدليږي له دې ا مله موږ دکارموندلو ديوې پراخې پاليسۍ برابرولو ته اړتيا لرو چې وکولي شي په هيوادکې د کار چارې په ښه تو ګه تنظيم کړي .

دافغانستان دولت ددايمي  اوغوره کار دشرايطو برابرول د کاردبازار دښه تنظيم دمهارتونو دپرمختيا له لارې په خپلو ستراتيژيکي لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي دي اودشهيدانو ،معلولينو ،کار او ټولنيزو چارو وزارت ته يې دنده سپارلې ده چې دهغو دتطبيق په لاره کې لا زم پروګرامونه طرحه او تطبيق کړي .

 په پاى کې د اقتصاد اود شهيدانو ، معلولينو ،کاراوټولنيزو چاروله وزارتونو څخه مننه کوم چې په همغږۍ سره يې په افغانستان کې ددايمي کارموندلو کنفرانس جوړ کړي دي .

دکارنړيوال سا زمان اونړيوال بانک هم دستاينې وړ دى چې ددغو دوو مرکزونو په همکارۍ ددغه کنفرانس دجوړولو زمينه برا بره شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته