سیاست

د مشرانو جرګې دويمه تقنني دوره پيل شوه

کابل باختر د وږي اوولسمه د ملې شورا له دوبنیو تعطیلاتووروسته،نن د مشرانو جرګې د روان تقنیني کال دوهم اجلاس د مجلس د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د یادي جرګې د فوق العاده غونډي په جوړېدو سره، پرانستل شو. د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د مشرانوجرګې رئیس په خپلې پرانیستې وینا کې له دوبنیو تعطیلاتو وروسته د سناتورانو بیا ځلي ګډون ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې اړوند کمېسیونونه دي د نن ورځې په نننۍ ناسته کې خپل کاري پلانونه ترتیب او د روان تقنیني کال په اوږدو کې دي د یادو پلانونو پر بنسټ عمل وکړي او زیاته یې کړه سره له دې چې سوله او امنیت د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده؛ خو له بده مرغه د هېواد په بېلا بېلو سیمو او په ځانګړې توګه د کابل په لویدیځ کې د ترهګرو پرله پسې خونړیو پیښو، انساني ناورین رامینځ ته کړ چې له امله يي د میوند په ورزشي کلپ کې د یو شمېر ورزشکارانو په ګډون د طلوع تلویزیون د دوو کارکوونکو شهادت يي په خواشینۍ سره یاد کړ. د مجلس رئیس د هېوادوالو په یووالی د ټینګار ترڅنګ د وروستیو پیښو شهیدانو ته دعا وکړه او ویې ویل، امنیتي ارګانونه مکلف دي چې د اوسېدونکو د امنیت په ټینګښت کې تدبیرونه ونیسی او د ټپیانو په درملنه کې دي روغتیایي چارواکي اړینې کړني ترسره کړي. همدا راز په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د شهیدانو اوونۍ او د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د شهادت د اوولسم تلين ددرناوى په اړه وویل، چې د دې ورځې په لمانځنه کې باید د دیني لارښوونو او د هیواد له قوانینو سره سم کړنې وشي اوچاته اجازه ورنه کړى شي چې عامه نظم ګډوډ کړي او حکومت هم مکلف دی چې د شهیدانو اوونۍ او عاشورا د ورځو د مراسمو د امنیت په ټینګښت کې لازم امنیتي تدبیرونه ونیسي. دغه راز سناتورانو په هېواد کې د غور، غزنی، فراه او ځینو نورو ولایتونو امنیتي وضعیت ناوړه وګاڼه او ویې ویل، د هېواد وحشي دښمن د کابل په لوېدیځ کې د استوګنې په سیمو کې د سیستماتیکو تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د هېوادوالو تر منځ نفاق اوتو کمیز اختلاف رامنځ ته کړي؛ خودښمنان به هېڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي؛ ځکه د هېواد وړونه ولسونه د د ښمنانو د ناپاکو موخو څخه ښه پوهاوی لري او دې ته اړتیا شته چې د ډار اچوونکو پر وړاندې په قوي ارادې سره جدي مبارزه وشي ځکه نور د خلکو صبر او حوصله پای ته رسېدلې او امنیتي چارواکي د هېوادوالو د امنیت په ساتلوکې مکلفیت لري،دغه چارواکي دي یا د خلکو امنیت ونیسی او یا دي هم له خپلودندو لاس په سر شي او خلک دى دې ته نه اړباسي چې په خپله وسلو ته لاس کړي اوپه دي سره به د هېواد حالات نورهم کړکېچن شي. همداراز د مجلس غړو د خپلو خبرو په ترځ کي وویل، د امنیتي مناسبې طرحې د وړاندې کولو، د کابل- واشنګټن او کابل- ناټو تر منځ د امنیتي تړونونو د پلي کېدو په هکله باید د ملي یووالي حکومت د مشرانو او د ملي امنیت له شورا سره بشپړ او اوږده بحثونه ترسره شي او که چیری امریکا او ناټو نه شي کولای؛ یا نه غواړي د اړوندو امنیتي تړونونو مندرجات پلي کړي؛ باید په دي اړوند بیا ځلې هر اړخیزه کتنه وشي. چین ته د فضل هادي مسلم یارسفر اود یاد سفر له لاسته راوړنو څخه یادوونه، د افغانستان او آسیا د جنوب پر وړاندې د ډونالد ټرامپ د امنیتي ستراتیژی نه بریالیتوب، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په مهال د لغمان په ولایت کې د یوولسو ملکي وګړو د شهادت د علتونو او لاملونو په څیړنه ټینګار، په ارګ کې د واکونوپه تمرکزنیوکه او ځینې نور مسایل هم مطرح شول. د غونډې په پای کې د مشرانوجرګې رئیس یو ځل بیا د هېواد امنیتي وضعیت ته اشاره وکړه او د اندېښنې وړ یې وګاڼه او څرګنده یې کړه چې د رئیسانو د کمېټې په غونډه کې به د هېواد د امنیتي سکتورله مشرتابه سره په دي اړه بحث او خبرې وکړي. د مجلس رئیس د شهیدانو اوونۍ او د هېواد د ملي اتل د شهادت د اوولسم تلين د رارسېدو له امله د شهیدانو کورنیو ته ډاډګېرنه ورکړه او د امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د دې ورځې د ښه درناوي په خاطر اړین تدبیرونه ونیسي او زیاته یې کړه چې اړتیا شته د شهیدانو اوونۍ مراسم دي د دیني لارښوونو سره سم ونمانځل شي او ټولو شهیدانو او د دوی پاکو هیلو ته درناوی وشي؛ نه دا چې ځینې خلک په غیر قانوني کړنو سره خلکو ته ستونزې وزېږوي او د بې نظمیو د رامنځ ته کیدو په صورت کې، باید امنیتي ځواکونه د سرغړونکو مخه ډپ کړي او هر هغه څوک چې په ګډودۍلاس پورې کوي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته