امنیت

اووه څلويښت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
امنيتي ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې چې په تيرو څلرويشتو ساعتوکې ترسره شول؛ ٤٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د کونړ، نورستان، بغلان ، زابل، لوګر او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې ٤٧ تنه وسله وال مخالفين ووژل ، ٤ تنه ټپيان او ٤ تنه نوريې ونيول شول او يوه اندازه وسله او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې په وژل شويوکسانوکې د دغې ډلې څو تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته