نړۍ

تيرکال په پاکستان کې څه ناڅه زر ښځې او نجونې وژل شوي دي .

څه ناڅه نهه سوه  دري څلويښت ښځې اونجونې دتيرکال په بهير کې  په پاکستان کې دکورني  دپت د بدنامولو  په تور وژل شوي دي .

 دپاکستان  دبشر دحقوقو دکميسيون د څرګندونو له مخې،  دغه شمير دتاوتريخوالي دزياتوالي کچه  جوتوي  چې زياتره ښځې په پاکستان کې  له دې څخه ځوريږي  چې زياتره ورسره  ددويمو اتباعو په توګه چلند کيږي او دکورني دتاوتريخوالي پرخلاف قانون نشته .

 په پاکستان کې  دبشر دحقوقو  فعالين وايي سره له دى چې په پاکستان کې دښځو دحقوقو دساتنې په باب پرمختګ شوى دى حکومت دهغو  قاتلينو دتعقيب لپاره چې دپوليسو له خوا خوشي  کيږي زيات کارته  اړتيا لري .

 دپاکستان دبشر دحقوقو کميسيون په خپل کلني رپوټ کې ليکلي دي  له نهه سوه  دري څلويښتو ښځو اونجونو له جملې څخه چې دکورني دپت په نامه وژل شوي دي  دري نوي تنه يې نابالغي  اوکوچني نجونې وې او اووه تنه مسيحي مذهبه  او دوه تنه هندوان  هم دقربانيانوپه ډله کې و .

   دپاکستان د بشر دحقوقو کميسيون زياته کړې ده چې په  ١٠١٠ ميلادي کال کې  هم اووه سوه يو نوي ښځې دپت په نامه وژل شوي دي . په پاکستان کې په  ٢٠١١ کال کې دکورني پت دوژل شويو ښځو له جملې څخه څه ناڅه په پنځه سوه پنځه نوي دنامشروع اړيکو تور لګول شوي و او دوه سوه نولس تنه نور يې له اجازې پرته واده کړي و .

  ددغوقربانيانو يو شمير مخکې له وژل کيدوڅخه ډله ئيز تيري ورباندې شوي و چې ددغه کميسيون د څرګندونو له مخې زياتره دغه ښځې دخپلو وروڼو  يا ميړونو په واسطه وژل شوي دي .  د نهه سوه دري څلويښتو تنو له جملې څخه يواځي شل تنه له مړيني مخکې طبي مرستې  ترلاسه کړي وې .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته