امنیت

ديرش تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيموکې دجلا جلا عملياتو په بهير کې  داوو تنو داعشيانو په ګډون ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول يوولس تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت په دې باب ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي دهېواددملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې چې دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، خوست ، پکتيکا ، ميدان وردګو ، لوګر ، غزني ، قندهار ، روزګان ،  فراه ، کندز ، فارياب  ، تخار ، بلخ او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي په دغو عملياتو کې دهېواد دخلکو ددښمنانو يوه اندازه مهمات  ، تجهيزات او وسايط دهېواد  دملي امنيتي او دفاعي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته