امنیت

يوسلو درې ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د تلي پنځمه :
امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيموکې ديو لړ عملياتو په ترڅ کې  يوسلو درې ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، تخار ، کندز ، فارياب ، قندهار ، زابل ، لغمان ، پروان ، کاپيسا ، پکتيکا  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې يوسلو درې ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول  شپږ څلويښت تنه يې ټپيان او يوتن يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
په دغو عملياتو کې  يوه زياته اندازه سپک  او درانده جنګي  وسايل ترلاسه  شوي اوپه لسګونو ماينونه  کشف او شنډ کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته