۱۰۰ ورځې

په ميدان وردګوکې د انتخاباتي مرکزونو امنيت تامين شوى دى

کابل باختر د کب دويمه :
په هغو اووه ديرشو انتخاباتي مرکزونوکې چې د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې و؛ اوس امنيت تامين شوى دى.
دغه ټکي د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته  څرګندکړ او ويې ويل: د را روانوانتخاباتو د ترسره کولو لپاره د امنيت د تامينولو په خاطر يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نيول شوي دي چې امنيتي ځواکونه ددغه ولايت په بېلابېلو سيموکې چاڼيزعمليات ترسره کړي او اوس ددغو انتخاباتي مرکزونو بشپړ امنيت تامين شوى دى .
د ميدان  وردګو الي وويل: د هغو يوسلو شپيتو انتخاباتي مرکزونو له جملې څخه چې ددغه ولايت په کچه شته؛ اووه ديرش مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې وخو اوس ددغو مرکزونو امنيتي ستونزې هم حل شوې دي .
خوږياڼي وويل: اوس هلې ځلې کوو چې دغه انتخاباتي مرکزونه له کومې امنيتي ستونزې سره مخامخ نه شي .
ده دغه راز وويل چې دغه مرکزونه د جغتو، دايميرداد او چک په ولسواليوکې دي او اوس هم ددغو ولسواليو د اړوندو ساحو د امنيت دتامينولو لپاره عمليات دوام لري.
ده زياته کړه: هيله ده چې د ميدان وردګو په ولايت کې را روان انتخابات په ډير شفاف ډول ترسره شي او زياته يې کړه چې د اړوندوسيموله خلکو سره ليدنې کتنې او غونډې شوې دي او هغوى په دې اړوند همکاري څرګنده کړې ده .
ده وويل: موږ له قومي مشرانو، وکيلانو، ځوانانو او عالمانو سره غونډې کړې دي.
خوږياڼي زياته کړه چې ددغه ولايت امنيت دپخوا په پرتله ښه شوى دى .
ده وويل: اوس ټولواړونو ولسواليو ته ځمکنې اکمالات کيږي او دولتي مسوولين هم د ولايت په کچه  په آسانى سره تګ راتګ کوي.
ده زياته کړه: هغو ولسواليو ته چې پخوا د هوا له لارې اکمالات کيدل؛ اوس دښه امنيت د تامين له امله دځمکې له لارې اکمالات کيږي .
د ميدان وردګو والي زياته کړه: اوس د کابل _ قندهار او دکابل _ باميانو لوى لارې چې  د ميدان وردګو له ولايت څخه تيريږي؛ په بشپړه توګه خوندي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته