پل علم/ باختر د ليندۍ اوولسمه :
د لوګر ولايت د بره کي برک په ولسوالۍ کې د خيبر – ٦ عمليات پاى ته ورسيدل.
د لوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې په دغوعملياتوکې د يوشمېر وسله والو مخالفانو په وژل کيدو سربيره د برکي برک ولسوالۍ د ابراهيم خيلو، کامران خيلو، درانيو، تګاب، مومندو، پل جوګي،چهل تن، توري خيلو، چک، مشت خيلو، جماعت خيلو، ملا خيلو، قلعه امير اوي وشمېر نور کلي د ميدان وردګو ولايت تر تنګۍ پورې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
په دغو عملياتوکې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات هم ترلاسه شوي او لس ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
د خيبر – ٦ عمليات څو ورځې مخکې د ډار اچوونکو له شتون څخه د نا امنو ساحو د پاکولو په مقصد د لوګر ولايت د بره کي برک په ولسوالۍ کې پيل شوې او د ميدان ورګو ولايت تر تنګۍ پورې يې دوام وموند .
ختم_ ف_ اکرم
1 1 دقیقه لوستل