امنیت

په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دقندهار ولايت   په يوه واټ کې  دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله څلور تنه ملکيان شهيدان شول .
  دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه   پرون مايزګر دميوند ولسوالۍ  په شل غمي ساحه کې  هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ  موټرچې له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و، په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دماين دچاودنې له امله يې دښځو او ماشومانو  په ګډون څلور تنه شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه ماين ددولت دوسله والو مخالفينو له خوا په يوه ګن ميشته   لاره کې ښخ کړى شوى و  چې دملکي وګړو شهادت سبب شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته