امنیت

دپوليسو يوشميرقطعات او منسوبين وستايل شول

کابلباختر د اسد٢١
دکورنيو چارو وزارت دپوليسو يوشمير منسوبين اوقطعات چې د دندو په ترسره کولو کې يې وړتيا ښودلې وه  ، وستايل شول .
دباخترآژانس دخبر له مخي :
د کورنيو چارو  دوزارت د عامه نظم د اوو ګونو  لواګانو منسو بين ، دشپږ ګونو زونونو ، دکوماندو د٣٣٣ ،٤٤٤ اود٢٢٢ قطعاتو او دبغلان ،پکتيکا ،ارزګان ، لغمان ،غزني ،زابل او د فارياب د ولايتونو امنيه قومانداني چې ددندو په ترسره کولو کې يې وړتيا ښودلې وه ،  د زمري د مياشتې داته ويشتمې دهيواد دخپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو دڅلورنوي يمې کاليزي په  وياړ او د جمهوري رياست له حکم سره سم  د بريال دپنځو لومړي درجه  مډالونو اود ميړاني دشلو مډالونو په  ورکولو سره وستايل  شول  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته