کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
دبلخ سيمه ييز مقامات ادعاکوي چې اته تنه ملکيان ددغه ولايت په بلخ ولسوالۍ کې په هوايي بريدنوکې ووژل شول .
داستازو په مجلس کې دبلخ دخلکو استازي ګل رحمن همدرد د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې ددغه ولايت د بلخ ولسوالۍ دبوکه اوحسين خيلو په کليو کې دافغان ځواکونو په هوايي بريدونوکې ددوو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون اته تنه ملکيان ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
هغه زياته کړه چې دوژل شويو کورنيو دوژل شوي مړي داعتراض په توګه دبلخ ولسوالۍ ته راوړې و او دعدالت دتامينولو غوښتنه وکړه
په همدې حال کې دفاع وزارت په بلخ ولسوالۍ کې دتېرې شپې هوايي بريدونه تاييد کړې ده خو په دغو بريدونوکې دملکي کسانو وژل کېدل ردوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل