سیاست

دانتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند : دانتخاباتو دترسره کولو لپاره د تياري نيول د بشپړېدو په حال کې دي .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دانتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند پرون په يوه خبري غونډه کې وويل  چې، تراوسه پورې دبايومتريک کابو اته زره پنځه سوه  دستګاوې کابل ته رارسيدلي دي اوپاتې برخه  يې د رارسيدو په حال کې دي .
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون مسوولانو په خپل وخت کابل ته دبايو متريک  د دستګاوو له نه رسيدو څخه انديښنه څرګنده کړې وه ټاکل شوې ده چې د روان کال د تلې د مياشتې تر لسمې نيټې پورې د بايومتريک د پيژندنې اتلس زره دستګاوې له المان څخه هېواد ته راورسيږي .
دباختراژانس خبريال ليکي  : دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي په دې خبرې غونډه کې په ټينګار سره وويل چې زياته برخه حساس او غير حساس انتخاباتي مواد  کابل ته رارسيدلي دي او ټاکل شوې وه چې پاتې برخه  يې پرون راوليږدول شي او د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هر راز تيارى دبشپړيدو په حال کې دى او په همدې ترتيب د بايومتريک دستګاو ې هم کاپل ته درالېږدونې په حال کې دي.
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون وياند زياته کړه چې امنيتي ځواکونه هم په ځنډ سره دبايومتريک  د دموادو د رارسيدو له امله انديښمن دي ځکه ٧٤ ولسوالۍ دې ته اړتيا لري چې انتخاباتي  مواد يې د هليکوپتر په واسطه  د هوا له لارې وليږدول شي او حکومت ژمنه کړې ده چې راروان انتخابات به په بايومتريک سره ترسره کړي .
ده څرګنده کړه  چې د بايومتريک له دستګاو څخه دګټې اخېستنې په باب دکار کوونکو په روزنې ، لوژستيکي  تياري او د انتخاباتي مرکزونو دکارکوونکو  په استخدام کار په شدت سره دوام لري او ډاډ ورکوم چې انتخابات دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره کېږي
همدا اوس له غزني ولايت پرته  دهېواد په ټولو ولايتونوکې دنوماندانو انتخاباتي مبارزې دوام لري اوټاکل شوې ده چې  له دوو اوونيو څخه په کمه موده کې پاى ته ورسيږي .
په هغو پارلماني انتخاباتو کې چې ټاکل شوي ده د روان کال  د تلې د مياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره شي په هغو کې به دڅلور سوه تنو ښځو په ګډون څه دپاسه  دوه زره پنځه سوه  تنه د ولسي جرګې د دوه سوه نهه څلويښتو څوکيو د ترلاسه کولو لپاره سيالي وکړي  کابو اته  مليونه اووه سوه زره تنه راى ورکونکي  چې په دغو انتخاباتو کې دګډون لپاره يې نومونه ليکلي دي دوى فرصت  لري چې په دې ورځ دخپلې  خوښې نوماندانو دانتخابات لپاره د راى ورکولو صندوقونو ته لاړ شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته