خبرونهاقتصادټولنه

په روان کال کې د بغلان په شپږو ولسوالیو کې سلګونه کیلومټره سړکونه جوړ او بیارغول شوي دي

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، چې په روان کال کې یې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې ۵۵۰ کیلومټره کلیوالي سړکونه جوړ او بیارغولي دي.

د یاد ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وویل، چې په خنجان، دوشي، تاله وبرفک، بنو، ده صلاح او پلحصار ولسوالیو کې یې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې، چې نړیوال بانک یې مالي ملاتړ کړی دی ۵۵۰ کیلومټره کلیوالي سړکونه جوړ او بیارغول شوي دي.

رشیدي زیاته کړه، چې له دغو سړکونو څخه په مستقیم ډول ۳۲۷ زره او ۹۷۹ کسان  ګټه پورته کوي او ۲۹۳ میلیونه، ۴۴ زره او ۴۴ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

په ورته وخت کې د بغلان د دوشي اوسېدونکی سیدولي وویل، چې دغه سړکونه ډېری یې د کرېړ په اچولو سره جوړ شوي،  چې ورسره ګڼو خلکو ته کلیو او بانډو ته د تګ راتګ پرمهال اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته