کابل – باختر د تلې دمياشتې ٨
د افغانستان د تکواندو د ملي ټيم ورزشکاران نن په جنوبي کوريا کې د آسيايي المپيک د اوولسم پړاو په سياليوکې خپلې سيالۍ پيلوي.
باختر آژانس ته د المپيک د ملي کميتې د مطبوعاتي رياست د اعلاميې له مخې خبر راکړ: نن نيلا احمدي به په دريم وزن کې له خپل ويتنامي سيالې سره او ذبيع الله حليف په پنځم وزن کې له خپل ازبکستاني سيال سره لوبې وکړي.
له افغانستان څخه د آسيايي المپيک د اوولسم پړاو سياليو ته دليږل شويو ټيمونو مسوول ميرويس بهاوي وايي: ډيره هيله لري چې د افغانستان د کرکټ او د تکواندو ټيمونه وکولاى شي د هيواد لپاره مډال ترلاسه کړي . د افغانستان دکرکټ او د تکواندو دملي ټيمونو د تمرينونو له شرايطو څخه خوښ دى .
له بلې خوا د افغانستان د تکواندو د فدراسيون رييس ضيا الحق بخشي څرګندوي: د تکواندو ورزشکارانو په دې موده کې د تکواندو فدراسيون تر نظر لاندې لږ تمرينونه کړي دي او ښه روحيه لري.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان د تکواندو له ملي ټيم څخه نهو تنو ورزشکارانو چې درې يې نجونې او شپږ يې هلکان دي؛ په دغو سياليوکې ګډون کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل