امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
امنيتي ځواکونو پرون د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ١٧تنه وسله وال طالبان ووژل.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د بغلان، کندز، زابل، ارزګان ، ميدان وردګو، لوګر، خوست، پکتيکا او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ١٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ٣ تنه ټپيان او يو تن بل يې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه وسله او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو ٢٣ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا دپکتيکا، خوست، غزني، زابل، ننګرهار او د کاپيسا د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته