کابل باختردلړم دمياشتې٢١نيټه :
د بادغيس ولايت سيمه ييزمسوولين وايي چې د دغه ولايت د پستې حاصلات د پرله پسي وچکاليو له امله کمښت موندلى دى.
د بادغيس د کرنې او اوبولګولو رئيس عبدالتواب طيب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د پستې حاصلات ٢١ زرو ټنو ته رسيدلى دى، په داسې حال کې چې تېر کال ٢٤ زره ټنه پسته راټوله شوې وه .
ده وويل: د پستې د حاصلاتو د کمښت علت وچکالي ده .
ويل کيږي، د پستې زياتره ځنګلونه د بادغيس ولايت د مقر، آبکمري، جوند او قادس په ولسواليوکې موقعيت لري.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ