اقتصاد

په هرات کې د انګورو په حاصلاتو کې زياتوالى

کابل / باختر د زمري٢٧مه
په هرات کې د انګورو د حاصلاتو زياتوالى په دغه ولايت کې د انګورو د بيې د کمښت سبب شوى دى.
د هرات د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ رياست مرستيال بشير احمد احمدي باختر اژانس ته وويل، چې د انګورو د سږ کال حاصلاتو د تېرکال په پرتله پنځلس سلنه زياتوالى موندلى دى.
هغه زياته کړه چې د سړو خونو، د مناسب بازار او بهرته د صادراتو د زمينې نشتوالي په هرات کې د انګورو د بيې د کموالى سبب شوى دى چې بزګران يې اندېښمن کړي دي .
خو د هرات سيمه ييز مسوولان وايي چې په هرات کې د انګورو يوه اندازه حاصلات به د لاجوردو او هوايي دهليز له لارې  بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.
د يادونې وړ ده چې د هرات په ګذرې، انجيل او پښتونکوټ ولسواليو کې په اته هکتاره  ځمکو کې انګور کرل کېږي.
ختم_عطالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته