ورزش

٢٤٨ تنه سوک وهوونکي سيالي کوي .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دسوک وهنې  انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې .
دبدنې روزنې اوسپورت رياست  دخپرونو غړي مجيب قاري زاده  باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ دځوانانو اومشرانو په دوو برخو کې پيل شوې دي او ٢٤٨ تنه ورزشکاران پکې دکابل ښار له پنځو زونونو او دکابل له پنځو ولسواليو  څخه داوو  ورځو لپاره سيالۍ کوي .
دقاري زاده دڅرګندونوله مخې ددغو سياليو په پاى کې  څلويښت تنه غوره څيرې دسوک وهنې دملي ټيم په انتخاباتي  سياليو کې دګډون په مقصد  انتخابيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته