کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٤
اته تنه ملکي وګړي په لوګر ولايت کې د ځانمرګى بريد له امله ټپيان شول.
يوه ځانمرګي يرغلګر نن د اتوبجو په شاوخواکې خپل بمي موټر له هغه وروسته د ملکي وګړو ترمنځ وچاوه چې امنيتي ځواکونو هغه پيژندلى و.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد داوود احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه ځانمرګى بريد له امله اته تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وويل: يرغلګرکله چې پوه شو دامنيتي ځواکونو له خوا پيژندل شوى دى؛ ځان يې د پسته خانې د نيمه کاره ودانۍ په وړاندې څو درملتونونو ته څېرمه وچاوه.
په همدې حال کې د لوګر ولايت د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تر اوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى؛ خو د لوګر پوځي مقامات وسله وال طالبان د دغه بريد مسوول بولي.