امنیت

اته ويشت تنه وسله وال طالبان د زابل- قندهار او روزګان په ولایتونو کې ووژل شول .

کابل – باختر د ثور د میاشتې ۲۹
۲۸ تنه ډاراچوونکي طالبان د ۲۰۵ اتل قول اردو د ځواکونو په محاربوي او چاڼیزو عملیاتو کی د هیواد په ځینو برخو کې ووژل شول.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبریال ته وویل: د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د چاڼیزو او تصفیوي ګډو عملیاتو له امله چې د زابل په شنګین د قندهار د شاه ولی کوټ،زیړۍ او د روزګان په چارچینو کې ترسره شول.
۲۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د یوه سرګروپ په ګډون ۳۳ تنه نور يی ټپیان شول.
دغه راز په دغو عملیاتو کې یو شمیر وسلې درانده مهمات،وسایل او نور پوځي تجهیزات په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او د وسایطو ضد ۸ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته