کابل باختر د ليندى پنځلسمه :
په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې د سباوون او توحيد ټيمونه لوبه کوي .
د قيومي دڅرګندونوله مخې: په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په څلورو ډلوکې له درې اوونيو را پديخوا په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې د خاور ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره جوانان الفت ټيم ته ماتې ورکړه .
8 د یوې دقیقې څخه لږ