کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان پرون د پکتيا په ميرزکې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې پوځيانو پر دغو طالبانو هغه وخت بريد وکړ او ويې وژل چې غوښتل يې د ګردېز د ميرزکي لويې لارې په کلکين خولي سيمه کې پوسته جوړه کړي.
سرچنيې زياته کړې ده چې په نښته کې د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ