امنیت

دپاکستان دويزې يوکميشن کار په ننګرهار کې ونيول شو .

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې يو سړى دپاکستان دويزې دکميشنکارۍ په تور ونيول شو
پوليس وايي دغه سړى هغه وخت  ونيول شو چې په جلال اباد ښار کې دپاکستان دقونسلګرۍ  په وړاندې ددغه هېواد دويزې په کميشنکارۍ بوخت و
  نيول شوي سړي دپيسو په بدل کې خلکو ته په ډير لنډ ممکن وخت کې دپاکستان ويزې برابرولې .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړي په خپل وروستي اقدام کې ټاکل شوې وه  دنهه زره پاکستاني کلدارې په بدل کې زموږ دوو تنو هېوادوالو ته ډير ژر  دپاکستان ويزه برابره کړي .
ويل کيږي چې دغه سړى زيات وخت کيده چې په جلال اباد ښار کې دپاکستان دقونسلګرۍ   په وړاندې کميشنکاري  کوله 
ديوبل خبر له مخې : يو ويشت تنه نور په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې په جنايي جرمونوکې دلاس  لرلو په تور نيول شوي دي .
پوليس وايي چې دغو کسانو دوژنې ، غلا، انسان تښتونې او دنشه يي توکو دپلورنې په ګډون پيښو کې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته