ټولنه

په پکتيا کې داوبوديوکانال دجوړولو کار پيل شو .

کابل / دتلې ٩مه / باختر :
دزراعتي اوبو ديوکانال دجوړولو کار  پرون  دپکتيا ولايت  په مرکز پورې اړوند دمهلن په سيمه کې  پيل شو.
دپکتيا  دکرنې اواوبو لګولو رييس محمد الدين مومند باختراژانس ته وويل چې داوبودغه کانال د ٢٢٨ متروپه اوږدوالي  دکرنې اواوبو لګولو وزارت له بودجې څخه  دڅه دپاسه لسو ميليونوافغانيو په لګښت جوړېږي .  چې کولاى شي  دوه زره جريبه ځمکه خړوبه کړي .
هغه وويل: ددغه کانال په جوړولو سره به  زياتې ځمکې تر کرکيلې لاندې ونيول  شي .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته