کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٤ :
په وروستيو ترافيکي پيښوکې بيا هم څه ناڅه ٣٥ تنه د مرګ له خطر سره مخامخ شول.
په دغو پيښوکې چې په تيرو ٤٨ ساعتوکې د هرات ښار او د اړوندو ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شوې دي؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ٣٥ تنه ټپيان شوي دي .
د هرات د مرکزي روغتون د مسوولينو د اطلاعاتو له مخې زياتره دغه ټپيان ماشومان دي چې له موټر سايکل څخه استفاده کوي.
د روغتون ويندوى وويل چې همدا اوس د دغو ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى او ټپيان تر درملنې لاندې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ