سیاست

محمدکريم خليلي د کاپيسا ولايت له دولتي چارواکو او د خلکو له استازوسره وکتل

کابلباختر دجوزا١٩
دکاپيسا والي، په ولايتي شوراکې ددغه ولايت د خلکويوشمېر استازو او سيمه ييزومسولينو نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د البيروني پوهنتون رييس هم برخه لرله، لومړى دکاپيسا والي محراب الدين صافي په دغه ولايت کې د امنيتي حالاتو او د بيارغاونې د پرمختګ د بهير په باب دجمهور رييس مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ او د افغان امنيتي ځواکونوله خوا دکاپيسا د امنيت د تامينولو په نسبت يې ډاډ ورکړ.
ده دغه راز وويل: دکاپيسا په نا امنو سيموکې د هيواد د امنيتي ځواکونو له خوا وروستي پوځي عمليات له زياتو برياليتوبونوسره يوځاى واوپه کاپيسا کې د سيمه ييزې حکومتوالۍ بهير مخ په پرمختګ دى.
دکاپيسا د والي دڅرګندونو له مخې: د پوهنې په برخه کې هم کومه ستونزه نشته او ددغه ولايت په ټولو ولسواليوکې د ښوونځيو دروازې دپوهنې د زده کوونکو پرمخ پرانيستې دي.
ده د پنجشير د سيند د اوبو څپانده کيدل او د سيلاوونو را وتل دکاپيسا ولايت خلکو ته له ستونزو ډک وبلل او څرګنده يې کړه چې په دې سيندکې دسيلاوونو را وتل او د او بو څپانده کيدل د کاپيسا ولايت د خلکو کرنيزو ځمکو ته زيات تاوانونه اړوي او د البيروني پوهنتون يوه برخه هم د سيلاو او د اوبو دڅپانده کيدو ترګواښ لاندې ده.
دکاپيسا والي غوښتنه وکړه چې په کاپيسا ولايت کې ددغه سيند د اوبو د څپانده کيدو او د سيلاوونو د را وتلو له امله  د زيانونو دمخنيوي لپاره دې اقدامات ترلاس لاندې ونيول شي.
د البيروني پوهنتون رييس هم ددغه پوهنتون د فعاليتونو اوکړنو دڅرنګوالى په باب د جمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل.
وروسته دجمهور رييس مرستيال په کاپيسا ولايت کې د البيروني پوهنتون شتون يو سترنعمت وباله او زياته يې کړه چې دغه پوهنتون په هيوادکې يو مطرح اکاډميک مرکز دى چې دهيواد د يو زيات شمېرځوانانو د زده کړې زمينه پکې برابريږي.
ده دپنجشير سيند د اوبو د څپانده کيدو له امله د رامنځته شويو ستونزو دڅيړنې په اړوند چې له امله يې دکاپيسا ولايت خلک زيانمن کيږي؛ وويل: لازمې څيړنې پيل شوې دي او اړوندو ادارو ته به په دې باب لا زمې لارښوونې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته