کابل باختر د وري دمياشتې ١٣ :
په هلمند ولايت کې اته تنه وسله وال طالبان د پوځيانو په يوه بريدکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د سنګين ولسوالۍ بازار ته څېرمه کله چې د يو لړتروريستي فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو، د پوځيانوله خوا پرې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ