امنیت

په فراه کې دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
په فراه ولايت کې دماين دچاودنې له امله درې تنه پوليسان شهيدان شول.
په دې چاودنه کې يو سيمه ييز خبريال او دوه تنه نور امنيتي مامورين ټپيان شوي دي .
چاودنه پرون ناوخته  دفراه _ فراه رود  دلويې لارې په اوږدو کې دفراه ښار دشمال ګاه په نامه کلي کې هغه وخت رامنځته شوه  چې يوشمير پوځيان اوملکي وګړي  له واټ څخه تيريدل .
دفراه ولايت  امنيه قوماندان جنرال محمدرزاق يعقوبي دباخترآژانس خبريال ته وويل  : چې په دې چاودنه کې دپوليسو درې تنه مامورين شهيدان  اويوسيمه ييز خبريال او  دوه تنه نور سرتيري ټپيان شول.
ده  وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل  او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملين دپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته