سیاست

جمهوررئیس غني: د افغانستان ثبات باید د سیمه ‎ییز رقابت قرباني نه شي

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر محمدجواد ظریف سره چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د اړيکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني ډاکټر ظریف او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په دغه هېواد کې د ډبرو سکرو په کان کې د کارګرو د وژل کېدو په پېښه خواشيني څرګنده کړه او د ايران دولت او خلکو ته چې دا مهال د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې دي، د بریالیتوب هیله وکړه.
هغه وویل: موږ نن د دې شاهدان یوو چې د افغانستان او ایران ترمنځ په اړیکو کې د همکارۍ  اوچت لیدلوری رامنځته شوی دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه موږ باید د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو داسې تهداب جوړ کړو چې لنډمهاله، منځ‎مهاله او اوږدمهاله لرلید په کې څرګند وي.
محمد اشرف غني وویل موږ چمتو یوو چې په اقتصادي، ترانزیټي، له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په برخو او همدارنګه په سرحدي مسایلو له یوې واضح نقشې، له ایران سره همکاري وکړو.
جمهوررئیس زیاته کړه، افغانستان او ایران له پخوا نېکې اړیکې لري او په راتلونکي کې به دغه اړيکې لا پياوړې شي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اړيکې له ایران سره د سیمې په ثبات کې مرسته کوي.
جمهوررئیس غني وویل، موږ له ایران سره مذاکرات د نېکې ارادې او ښه نیت له مخې کوو او افغانستان چمتو دی چې خپله کاري کمېټه  ژر معرفي کړي، تر څو موږ وتوانېږو چې له واضح مهال وېش سره یو جامع سند ته لاسرسی پیدا کړو.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره ثبات او د سرحدونو امنیت ځانګړی اهمیت لري او په دې برخه کې یې له ایران څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان ثبات باید د سېمه‎ییز رقابت قرباني نشي. هغه په ټینګار سره یادونه وکړه چې د افغانستان جګړه داخلي جګړه نه ده او څرګنده یې کړه چې موږ د تروریزم سره د مبارزې او له هغې جملې د داعش ډلې پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي او اجازه نه ورکوو چې تروریستان زموږ له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ګټه پورته کړي.
محمد اشرف غني وویل، تروریستي ډلې زموږ ګډ دښمنان دي او افغانستان هیڅکله هم تروریستان په خپله غېږ کې نه نیسي او د وسيلې په توګه ترې ګټه نه اخلي او موږ هم د هیڅ هېواد وسېله نه کېږو.
جمهوررئیس وویل چې موږ خپله همکاري د ایران له اسلامي جمهوريت سره په څو مشخصو محورونو لکه د چابهار بندر، د رېل پټلۍ او د سرحدي پراختیا په برخه کې، زیاتوو.
جمهوررئیس غني له ایراني لوري وغوښتل چې د اقتصادي مهاجرتونو او د قاچاق  د مخنيوي په غرض افغان کارګرو ته د کار قانوني اجازه‎نامې ورکړي.
جمهوررئیس غني سيمه‎یېزې همکارۍ ته په اشارې وویل، موږ د سیمه ‎ییزې همکارۍ په برخه کې هڅه کوو چې ایران د افغانستان له لارې چین او ازبکستان سره وصل شي او کولای شو چې په دې برخه کې څو اړخیز مذاکرات ولرو.
وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمدجواد ظریف له ده او ورسره پلاوي څخه د تاوده هرکلي له امله د مننې تر څنګ د ۲۰۹ شاهين قول اردو تروریستي پېښې په خاطر جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته د غمشریکۍ او تسلیت مراتب څرګند او ټینګار یې وکړ چې هر ډول تروریستي حرکت او تاوتریخوالی یو داسې ګواښ دی چې ټوله سيمه ګواښي.
هغه دې ته په اشارې چې تروریستي ډلې دواړو هېوادونو ته یو خطر دی وویل، موږ تل د افغانستان له خلکو سره یوو او راتلونکي کې به هم ورسره یوو او د ملي یووالي حکومت ملاتړ کوو.
ډاکټرظریف د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو هرکلی وکړ وې ویل، موږ افغانستان سره  سټراټيژیکو او اوږدمهالو اړیکو ته ژمن یوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، موږ د پایدارې همکارۍ لپاره تیاری لرو چې خپل استازي د کاري کمېټو لپاره معرفي کړو، تر څو خپل کارونه ژر پیل کړي.
ډاکټر جواد ظریف وویل، موږ د افغانستان له حضور پرته په هیڅ یوې ناستې کې ګډون نه دی کړی، موږ په دې باور یوو چې د افغانستان راتلونکی به دولت او د دغه هېواد خلک جوړوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د همکارۍ په خاطر د خپل هېواد چمتوالی څرګند کړ وې ویل، د افغانستان امنیت د ایران د امنیت لپاره مهم دی. هغه ټینګار وکړ چې موږ په ټولو مناسباتو کې د افغانستان په محوریت همکاري کوو.
په دې کتنه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال قانون پوه محمدسرور دانش وویل، د هغو افغانانو چې د غويي د میاشتې تر پایه د پاسپورټ موده ختمېږي، دوی ته دې فرصت ورکړ شي چې له هر اړخیزو څېړنو وروسته یې د ستونزو د حل په خاطر چټک ګامونه پورته کړو.
هغه زیاته کړه، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو په برخه کې د نظر توافق موجود دی او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسباتو کې د عطف ټکی دی.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې وې ویل، په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول ایران سره د مناسباتو په برخه کې واحد لیدلوری شته او موږ هڅه کوو چې له ایران سره د اوږدمهالو همکاریوو ژمنې رامنځته کړو او زموږ د اړیکو لومړیتوبونه دې و ارزول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته