سیاست

دماليې وزير او داذربايجان دخدمتونو دمرکز رييس د (اسان خدمت) دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي  داذربايجان  هېواد دعامه او ټولنيزو خدمتونو دمرکز له رييس انام کريموف سره د(اسان خدمت) دهمکارۍ تفاهم ليک دجمهوري رياست  په ارګ کې لاسليک کړ .
دماليې وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:دماليې وزير ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې وويل: دغه پروګرام به خلکو ته داسانتياو دبرابرولو و ،شفافيت ، له  فساد سره دمبارزې او دعامه خدمتونو دوړاندې کولو په برخو کې لازم ښه والى رامنځته کړي .
داذربايجان دعامه او ټولنيزو خدمتونو دمرکز رييس څرګنده کړه چې داذربايجان حکومت ددغه پروګرام په تخنيکي برخه کې مرسته کوي او ددغه مرکز کارکوونکي دعامه خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې روزي
داسان خدمت دمرکز رييس شهزاده اريوبي ددغه  پروګرام  دخدمتونو دوړاندې کولو ، دتطبيق دڅرنګوالي ، ګټو او دتخنيکي برخې په باب  مفصل تصويري معلومات وړاندې کړل .
اسان خدمت دافغانستان دعامه خدمتونو دوړاندې کولو په سيستم کې يو اغيزمن نوښت دى .
خلک کولى شي  ددغه مرکز له لارې تذکره ،پاسپورت ،نکاح خط ،  لايسنس ،  جواز سير ، لمبر پليټ دزيږون سند ، دمړينې سند ، تحصيلي سندونه ، سوانح اونور مهم دولتي سندونه په ډير لنډ ممکن وخت کې تر يوه چتر لاندې ترلاسه کړي
   داذربايجان  حکومت دعامه او ټولنيزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه تجربه لري په همدې لحاظ دافغانستان حکومت  وپتيله چې دغه تفاهم  ليک داذربايجان  له حکومت سره  لاسليک کړي .
ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولوپه مراسمو کې دکابينې يوشمير غړو ، دولسي جرګې ځينو وکيلانو او  دخصوصي برخې او دمدنې ټولنې استازو برخه لرله . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته