سیاست

دهیواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کي د روسیي رغنده رول وستایه

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامد کرزي په کابل کي د روسیي له سفیر الکساندر منتیتسکی سره وکتل. .
دپخواني جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کي چي یکشنبې سهار د حامد کرزي په دفتر کي ترسره شو د افغانستان او سیمي پر وضعیت خبري وشوي.
حامد کرزي د سولي په راوستو او د افغانستان په بیا رغونه کې د روسیې فدراسیون رول او علاقمندي د ستایني وړ وبلله او ملاتړ یي وکړ
حامد کرزي جګړه او تروریزم د ټولې سیمې لپاره خطرناک وګڼل او زیاته یې کړه چې د طالبانو له تحریک سره د خبرو او د سولې په راوستو کي د ګاونډیو او د سیمې د پیاوړو هیوادونو په تیره روسیې مرسته ضروري او ډیره اغيزمنه ده.
د روسیې سفیر په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د سولې په راوستو کې یې د خپل هیواد د هڅو د دوام ژمنه تکرار کړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته