فرهنګ

د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ملاتړه ټولنه په هېواد کې د تاريخي آثارو پر راتلونکي اندېښمنه ده

کابل/ د وږي ٢٤مه / باختر د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ملاتړې ټولنې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو له پلاوي څخه غوښتي دي چې د سولې د خبرو په بهير کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې څرنګوالى دې له ياده ونه باسي. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ملاتړې ټولنې نن په کابل کې د عدالت غوښتنې يوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د ټولنې غړيو د افغانستان د تاريخي او لرغونو آثارو د راتلونکي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغوى اندېښنه لري چې په افغانستان کې په سياسي پرمختګونو سره، د هېواد آثار او لرغوني شته د اويايمو کلونو په شان له قاچاقو او ويجاړتيا سره مخ نه شي. د “دافا” موسسې رييس فليپ مارکي په غونډه کې په ياده برخه کې خپله اندېښنه اعلام کړه او ويې ويل: د “دافا” موسسه له سلو کلونو راپدېخوا د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې له افغانستان سره همکاره ده. هغه د نا امنيو او له طالبانو سره د سولې د نويو شرايطو په رامنځته کېدو سره خپله اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د افغانستان لرغوني شته وساتل شي او د دغو آثارو د ساتنې لپاره ټول بايد روښانه ځواب ولري. فليپ مارکي ژمنه وکړه، له ټولو ستونزو سره سره، د ظرفيت جوړولو او د کدرونو د روزنې په برخه کې به د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي چې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په خاطر يوه ښه کړنلاره رامنځته شي. دى اندېښنه لري چې د نا امنيو دوام او يا هم د اويايمې لسيزې په شان د بدلونونو رامنځته کېدل، په افغانستان کې د هغوى د کار د دوام مخه ونيسي. د باختر آژانس رييس نجيب الله شينواري وويل: موږ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره عامه پوهاوي ته اړتيا لرو چې د هېواد هر اوسېدونکى فرهنګي ميراثونه په ځان پورې اړوند وبولي او د هغو ساتنه وکړي. شينواري فرهنګي آثار ملي هويت او د نسلونو د اړيکو وسيله وبلله او زياته يې کړه: کله چې يو نسل خپل فرهنګي ميراثونه له لاسه ورکوي، د خپل هويت پر پلټنې لالهانده کېږي. د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ملاتړې ټولنې رييس مير عبدالرووف ذاکر، د کابل پوهنتون استاد عصمت الله عثماني، د ټولنې مرستياله فايقه لحظه فيضي، حکيميار او نجيب الله منلي د موضوع په اړوند خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان په شخړه کې ټول ښکيل لوري بايد د افغانستان د لرغونو شتو د ساتنې په برخه کې واضح او روښانه کړنلاره ولري. د غونډې په پاى کې د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ملاتړې ټولنې غړيو يو پرېکړه ليک صادر کړ چې د يادې ټولنې غړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين پوهاند محمد رسول باوري هغه ولوست. د دغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي دي: فرهنګي ميراثونه، تاريخي آبدات او لرغوني آثار چې د افغانانو د ملي هويت ښکارندوى دى، بايد د هغو ساتنه وشي. د ١٩٤٥ کال کنوانسيون، لاهه او د ١٩٧٠ او ١٩٩٥ ضميمه يې چې د فرهنګي آثارو په اړه د وسله والو شخړو په بهير او د قاچاق شويو آثارو په راستنولو کې مشخص بيان لري، په بشپړه توګه په افغانستان کې رعايت شي. د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ملاتړې ټولنې د هېواد له جمهوررييس څخه وغوښتل چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي پلاوي کې د ميراثي فرهنګونو يو يا دوه متخصصان شامل شي چې د مذاکراتو په بهيرکې د هېواد د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په خاطر لازم بحثونه ولري او د هېواد د فرهنګي ميراثونو په ساتنه کې خپلې ژمنې وسپاري. پاى و ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته