خبرونهامنیت

پنځلس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د کب لومړۍ / باختر

پنځلس وسله وال طالبان پرون په قندهار کې ووژل شول.

د ٢٠۵ اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار د ارغنداب او ژيړۍ ولسوالیو په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه وکړل چې په پايله کې ١۵وسله وال طالبان ووژل شول او ۹ نور یې ټپيان شول او د دښمن وسلې او مهمات هم له منځه يووړل شول.

دغه راز پوځيانو د ارغنداب ولسوالۍ په ګڼ مېشتو لارو کې د وسله والو طالبانو ١٧ ماينونه چې پر ملکيانو د بريدونو په موخه ځاى پرځاى کړي وو، کشف او شنډ کړل.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته