نړۍ

دامنيت شورا په غونډه کې له افغانستان سره په دايمي ملاتړ ټينګار وشو.

نيويارک- نړيوال سرچينې  – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا غړو په يوه غږ له طالبانو او دافغانستان دحکومت له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې پرځمکه کيږدي او دسولې له بهير سره دې يوځاى شي.
په هغې بيګانۍ غونډه کې چې په نيويارک کې وشوه دامنيت شورا ټولو ١٥ غړو له افغانستان څخه دملګرو ملتو دسازمان د دايمي ملاتړ ژمنه وکړه.
په دې غونډه کې دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي تا داميچي يو ماماتو وويل : ددغه هيواد لانجه دپوځي حل لاره نه لري او بايد دخبرو له لارې حل او فصل شي.
دملګرو ملتو دسازمان دامنيت شورا ١٥ غړو ددغه سازمان دسرمنشي دځانګړي استازي دخبرو ملاتړ وکړ.
تادامچي يوماماتو په خپلو خبرو کې دافغانستان په بحران او لانجه کې ټول ښکيل اړخونه روغې جوړې ته راوبلل.
يوماماتو وويل : په افغانستان کې سوله د ټولې سيمې په ګټه ده او بې پايه جګړه نه شي کولاى دافغانستان لانجه حل کړي .
دملګرو ملتو دسازمان امنيت شورا اوس پنځلس غړي لري چې امريکا ، بريټانيا،فرانسه ،چين او روسيه يې دايمي غړي او انګولا،مصر ،جاپان ماليزيا،وينزويلا ،يوروګواى،سينيګال،اسپانيا نيويزيلند او اوکراين يې انتخابي غړي دي چې هرکال ټاکل کيږي.
دغو ټولو غړو دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي داستازي دڅرګندونو له اوريدو وروسته د دغه هيواد سره په دايمي ملاتړ ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته