امنیت

طالبانو د ترافيکو يو مامور وواژه

کابل – باختر دليندۍ پنځه لسمه:
طالبانو په فراه ولايت کې د ترافيکو يو مامور وواژه .
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد غوث مليار باختر آژانس ته وويل : د ترافيکو دغه مامور له تښتولو وروسته پرون په طالبانو پورې اړوند د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو او مړى يې د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترلاسه شو.
د ترافيکو دغه مامور درې ورځې مخکې فراه – فراه رود له لارې وتښتول شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته