امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٦
پنځلس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو نښتو له امله ووژل شول.
په دغو طالبانو د څلور ويشتو ساعتو په بهيرکې د نيش ولسوالۍ په ځينو سيمو کې بريد شوى دى.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: په دغوطالبانو په امنيتي پوستو د بريد په وخت کې د پوځيانو له خوا بريد وشو.
ويل کيږي په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان هم اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته