اقتصاد

د داغمه فلزاتو د پلورلو اجرائیه ریاست له رسنیو سره خپلې لاسته راوړنې شریکې کړې

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١
د داغمه فلزاتو د پلورلو اجرائیه ریاست پرون د حکومت د رسنیو په مرکزکې خپلې لاسته راوړنې د خبري کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکې کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د تصدیو او دولتي شرکتونو او د داغمه فلزاتو د پلورلو د پلاوي لوى رئیس محمد ابراهیم شمس وویل، چې دغه ریاست په تېرو پنځو میاشتوکې ۱۴ کورني د اوسپنې ذوبولو فابریکې د تثبیتولو ترڅنګ د داغمه فلزات د تثبیتېدو، له هیواد څخه بهر ته د یادو فلزاتو د قاچاق د مخنیوي، د داغمه فلزاتو لپاره د مناسبې بیې د ټاکلو او د داغمه فلزاتو د پلورلو لپاره د طرزالعمل د ترتیب او تدوین په برخوکې ښې لاسته راوړنې لرلې دي. 
د صنعتکارانو د ټولنې رئیس سخي پیمان وویل: هغه فاریکې چې په هیواد کې د اوسپنې ذوبولو توان لري که حکومت یې نور هم ملاتړ وکړي نو د وارداتو کچه به تر ډېره راټېټه شي.
د اوسپنې ‌ذوبولو فابریکو د ټولنې رئیس پرویز خواجه زاده وویل، چې د هیواد په کچه د اوسپنې د ذوبولو په برخه کې د ۳۱ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې پانګونه شوې چې لس زره تنو په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د داغمه فلزاتو د پلورلو اجرائیه ریاست د ۱۳۹۵ کال په جدي میاشت کې د داغمه فلزاتو د پلورلو عالي کمېټې تر نظر لاندې رامنځته شو، چې یاده کمېټه د سکټوري وزارتونو( مالیې، سوداګرۍ او صنایع، اقتصاد، کانونو او پطرولیم او همدا شان د سوداګرۍ او صنایع خونې) څخه جوړه شوې ده. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته