سیاست

د وزيرانو شورا د قوانينو کميټې غونډه وکړه

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
د وزيرانو شورا دقوانينو کميټې غونډه نن دجمهوري رياست دلومړي  مرستيال او د دغې کميټې د رييس مارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ جوړه شوه.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ:
په دې غونډه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت د اساسي تشکيلاتو طرحې او د ملکي خدمتونو دکارکوونکو د ذاتي چارو د مقررې دويمه ګڼه ضميمه وڅيړل شوه .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغونډې په پيل کې د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د دولت د اساسي تشکيلاتوطرحې په هيواد کې مهمې وبللې او ويې ويل چې دغه قانون دې بايد زموږ دهيواد د اوسنيو او راتلوونکو اړتياو له مخې طرحه او تدوين شي چې په راتلوونکې کې دهيواد دولتي ادارې له ستونزوسره مخامخې نه شي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  له دې امله په دې طرحه کې بشپړدقت ډير ضروري وباله او زياته يې کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د اساسي تشکيلاتو دقانون د طرحې هر اړخيز والې کولاى شي سربېره پردې  چې په دې برخه کې دخلکو پوښتنو ته ځواب ووايي، د دولتي ارګانونو او مرکزونو ترمنځ  د هر راز وظيفوي تداخل له منځه يوسي.
وروسته  دهيواد دعدليې وزير دافغانستان داسلامي جمهوريت  د دولت د اساسي تشکيلاتو دقانون طرحه او د ملکي خدمتوند کارکوونکو د ذاتي چارو د مقررې دويمه ګڼه ضميمه غونډې ته وړاندې کړه.
د دولت  داساسي تشکيلاتو دقانون دطرحې مفاد په هراړخيزه توګه ترخبرو اوتدقيق لاندې ونيول شول اوتشخيص شوه چې دغه طرحه بنسټيز او مهمې نيمګړتياوې لري.
غونډې له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه چې د دولت د اساسي تشکيلاتو دقانون طرحه دى، دحقوق پوهانو اوماهرانو تخنيکي اومسلکي  کميټې ته وړاندې شي چې د وړاندې شويو کرښو په رڼا کې دغه طرحه بياوڅيړل شي او د پړاونو دبشپړولو لپاره د وزيرانو شورادقوانينو دکميټې  يوې غوڼدې ته وړاندې شي .
غونډې دغه راز دملکي خدمتونو دکارکوونکو د ذاتي چارو د مقررې  د دويمې ګڼې دضميمې  په باب پريکړه وکړه څرنګه چې دغه برابره شوې طرحه د زياتې بودجې ضمانت کوي او ورکړه يې د دولت د بودجې په توان کې نه ده اوله بله پلوه هم دا کار د دولت له نورور تقنيني سندونو اوپه تېره بيادکارکوونکو له حقوقو سره په مخالفت کې دى.
دقوانينو د دايمي کميټې له خوا رد شوه او د عدليې  وزارت ته سپارښتنه وشوه چې په دې اړوند دې  دتقاعد دحقوقو حکمونه رعايت شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته