سیاست

جمهوررئیس غني د کندز او بغلان له یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره وکتل

کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازیګر په ارګ کې د کندز او بغلان ولایتونو له یو شمېر متنفذینو او قومي مشرانو سره وکتل. د جمهور رييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د ملکي او امنیتي ادارو لوړو پوړو مسوولانو هم حضور درلود، په پیل کې مامور احمدزي د بغلان ولایت او محمد عمر احمدزي د کندز ولایت په اړه د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ یې په ملکي او نظامي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو، د خپلسرو وسله والو، غصب او د کانونو د غیر قانوني کېندنو او قاچاق د مخنیوي، د نا امنه ولسوالیو د امنیت د تامین، ټاکنو او عمراني پروژو ته د زمینې برابرولو او نورو موضوعاتوپه اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او دغو برخو ته یې د جمهور رئیس جدي پاملرنه وغوښته. ورپسې د هېواد جمهوررئیس د یادو دواړو ولایتونو قومي مشرانو او متنفذینو ته ښه راغلاست ووایه او دوی ته یې ډاډ ورکړ چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته یې لارښوونه کړې ده چې د کندز او بغلان په ګډون د ټولو ولایتونود هغو رئیسانو او د ادارو د مسوولانو پرځای چې له پنځو کالو څخه زیات په دنده پاتې شوي وي، د ازاد رقابت او مشارکت له لارې وړ او مستعد کسان وګوماري. همدا رنګه جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې په نا امنه سیمو کې د امنیت د راوستو او همدارنګه د غیر مسوولو وسله والو پر خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي. جمهوررئیس د کرنې، عامې روغتیا، د کور او ښار جوړولو او د انرژۍ وزارتونو مسوولینو او د خپلواکو ادارو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د ژمې له را رسېدو مخکې مالدارو ته واښه او غنم ووېشي، کلینکونو ته توجه وکړي، بند ښوونځي فعال او ودانیو جوړولو ته یې لومړیتوب ورکړي.# پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته