نړۍ

څلور تنه تروريستان په کراچۍ ښارکې ووژل شول

کراچۍ -جيونيوز – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
د ممنوعه ډلو څلور تنه تروريستان د پوليسو له خوا په کراچۍ ښارکې ووژل شول.
باختر آژانس دپاکستان دجيو ټلويزيون له خولې خبر راکړ: دوه تنه تروريستان د کراچۍ ښار د پير آباد په ناحيه کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او له دوى څخه وسلې، لاسي بمونه او موټر سايکلونه د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
د پوليسو دڅرګندونو له مخې: دغو تروريستانو د اورانجي په ناحيه کې د پوليسو په وژلو کې لاس درلود.
د نورو جلاجلا عمليات په بهيرکې دپاکستان دسرحدي ځواکونو ددغه ښار دميترو ويلا په ناحيې بريد وکړ او دوه تنه تروريستان يې ووژل.
يوبل تروريست په تيښتى بريالى شو چې دپوليسو دڅرګندونو له مخې ټول يې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته