امنیت

دوه تنه په هرات کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١٥ :
دهرات ولايت دوه تنه اوسيدونکي په ادرسکن ولسوالۍ کې دانسان تښتوونکو له منگولو څخه آزاد شول.
د هرات  ولايت د ادرسکن ولسوالۍ دپوليسو يو مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه دوه تنه چې يو يې چلوونکى او بل يې د يو بار وړونکې موټر شاګرد و د ناپيژاندو وسله والو کسانوله خوا  د هرات _ قندهار د لويې لارې په اوږدو کې  تښتول شوي وو.
دغه  دوه   تنه نن د  ملي   پوليسو په عملياتو کې  د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته