سیاست

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله‏ وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل/د چنګاښ ۵ مه/ باختر
‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس  محمداشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې نن مازدیګر د هیواد د عمومي امنیتي وضعیت او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د احضاراتو د کچې په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهوري رياست ويندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛
‎په دې غونډه کې چې په ارګ کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، په پیل کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د هیواد په کچه د امنیتي وضعیت او د بریدونو د زیاتوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

‎غونډې ته د افغانستان لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري د افغان ملي اردو د تحرکاتو او احضاراتو د کچې، فعالیتونو، د د ښمن د بریدونو د دفع او شنډولو او دغه راز دښمن ته د اوښتو تلفاتو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل.

‎همداراز د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمدضیا سراج وویل، د ملي امنیت منسوبینو یوه تروریستي ډله چې کابل کې یې پر یوه روغتون او جومات د خونړيو بریدونو پلان درلود، نیولې او دا مهال ترې څېړنې کېږي.

‎وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د پر وخت رسېدګۍ ټینګار وکړ وې ویل، دا کار باید د امنیتي ارګانونو د پلان عمده برخه واوسي.

‎د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ټینګار وکړ، جرمونو سره د مبارزې په اړه ملي پولیس باید د هیواد په ښارونو او بېلابېلو سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، ترڅو د جرمونو کچه راټیټه او خلک د ملي پولیسو له کړنو راضي شي. 

‎ښاغلي صالح د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیاتو د ترسره کولو او د دښمن د بریدونو او پلانونو د شنډولو په اړه هم خپل نظریات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل وې ویل، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د دښمن له هر ډول خوځښت څخه اګاه واوسي.

‎د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش وویل، د تېر په پرتله په تېرو دوو میاشتو کې تاوتریخوالی زیات شوی چې دغه کار د خلکو پر روحیه منفي اغېز کړی، په داسې حال کې چې ټولو له تاوتریخوالي څخه د پاک او سوله ییز افغانستان هیله لرله.

‎نوموړي له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د دښمن د بریدونو او پلانونو د شنډولو پر مهال د ځان او خلکو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

‎جمهوررییس غني د یادو راپورونو له اورېدو وورسته له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه چې د دښمن د بریدونو پر وړاندې د خپلو خلکو ساتنه کوي، هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت د دعا پرمهال اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د دغو ځواکونو د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته دې پر وخت رسېدګي وشي.

‎د هیواد جمهوررییس له امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې د خلکو د خونديتوب په موخه دې د هیواد په کچه منظم امنیتي او دفاعي پلانونه عملي کړي، اسیب پذیرې سیمې دې وپېژندل شي او د لویو لارو او خلکو امنیت دې تامین شي.

‎جمهوررییس غني په ټینګار وویل، د افغانستان حکومت، امنیت ته د یوې جدې موضوع په توګه ارزښت ورکوي او د ولایتونو او ولسوالیو په کچه دا ډېره مهمه ده چې د مسوولو اشخاصو د ګمارنې پر مهال د هغوی وړتیا او مسلکیتوب ته زیاته پاملرنه وشي.

‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د علماو، قضایي څارنوالانو او متنفذینو د امنیت د تامین په اړه دې لازیاتې هڅې وکړي، د دښمن له لوري د ترور او قتلونو مخنیوی دې وکړي.

‎جمهوررییس غني په ښارونو کې د جرمونو د کچې راټيټولو په اړه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ته لارښوونه وکړه چې له امنیتي ځواکونو سره د یوې منظمې برنامې په چوکاټ کې کار وکړي، ترڅو زموږ ولسونه د ارامۍ په فضا کې ژوند وکړي.

‎د غونډې په پای کې د هیواد جمهوررییس وویل، امنیتي مسایل د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د دولت د رهبرۍ تمرکز د خلکو پر امنیت دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته