امنیت

طالبانو د غزني ولايت د واغظ ولسوالۍ د حج او اوقافو مدير هم وواژه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
په پاى کې دغزني ولايت دحج او اوقافو درييس ديو همکار مړى هم نن ترلاسه شو .
پوليس وايي چې دغزني ولايت د واغظ ولسوالۍ د حج او اوقافو مدير محمد نبي مړى د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې ترلاسه شو.
د غزني د والي ويندوى شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل: د غزني ولايت د واغظ ولسوالۍ د حج او اوقافو مدير محمد نبي چې تيره اوونۍ د دغه ولايت دحج او اوقافو له رييس او د دوى له يوه خانه سامان سره د وسله والو طالبانو له خوا د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد په ولسوالۍ کې تښتول شوى و؛ مړى يې نن د خلکو په همکارۍ ددغې ولسوالۍ دپوليسو له خوا وموندل شو او د غزني ولايت ته وليږدول شو.
خبرځاى وويل: د غزني ولايت د حج او اوقافو د رييس مړى هم درې ورځې مخکې په همدې سيمه کې تراوسه شوى و، خو د دغې ادارې د خانه سامان د برخليک په باب تراوسه پورې کوم خبرنه دى تر لاسه شوى .
ويل کيږي وسله والو طالبانو د غزني ولايت د حج او اوقافو د رييس ورور چې د ده د جنازې په مراسموکې د ګډون لپاره غزني ته روان و؛ هم وژلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته