ټولنه

په ايران کې دترافيکي پېښې په پايله کې ٢٨ افغان مهاجرين ووژل شول

تهران  / دلړم ٢٣مه / باختر :
په ايران کې نن سهار دترافيکي پېښې په پايله کې  ٢٨ افغان مهاجرين ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپيان شول .
باختراژانس دايراني رسنيو له خولې خبرراکړ. دغه پېښه د سرآوان _ خاش دلوى لارې په اوږدو کې دسيستان اوبلوچستان دخليل اباد خاش په سيمه کې رامنځته شوې ده .
ددغې پېښې ټول قربانيان په خاش کې دامام خميني روغتون ته لېږدول شوي دي . ايراني مقامات وايي  له سيستان اوبلوچستان څخه دافغانستان اوپاکستان له هېوادونو سره دګډې پولې دلرلو په دليل  تل دقاچاق وړونکو اوګټې اخستونکو کسانو له لوري ناوړه ګټه اخستل کېږي چې  دغيرمجازو پرديو خلکو  لېږدونه ، ( دانسان دقاچاقواو دسوند دتوکو ځاى پرځاى کول ) دسوندقاچاق دايراني پوځيانو له سترګو څخه لرې  دقاچاق وړونکو له عمده فعاليتونوڅخه دي .
دهغوى دڅرګندونوله مخې ،تراوسه پورې دسيستان او بلوچستان په واټونو په تېره بيا دسراوان ،سيب سوران ، مهرستان ، ايران شهر ، خاش او زاهدان په ښارونو کې زياتې ورته پېښې رامنځته شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته