امنیت

په ننګرهار کې دوه تنه له نشه يي توکو سره ونيول شول

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د ننګرهار پوليسو دوه تنه پرون په دغه ولايت کې له نشه يي توکو سره ونيول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د ننګرهار د امنيې قومندانۍ منسوبینو دغه کسان د ننګرهار د جلال آباد ښار د اوومې حوزې له مربوطاتو څخه د نشه يي توکو د لېږدونې په اړوند ونيول.
خوږياڼي زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه ١٨ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته