سیاستخبرونهټولنه

زابلیان د حکومت له چلند څخه خوښ دي

 کابل / د کب ۲۱ مه / باختر

زابلیان وايي چې د پخوا په پرتله اوس ډېر ځکه خوښ دي چي په ډاډه زړه هرې سیمې ته چي وغواړي تګ راتګ کولای شي.

د عبدالولي په نامه یو تن وایي: پخوا به یې چې هر څومره اړین کار لاره، د ښار تګ ته به یې زړه نه ښه کاوه، ځکه چې ښار ته پر لاره به پر امنیتي چیک پواينټونو ترې پیسې اخیستل کېدې او بې ګناه به وهل کېدل خو اوس یې هغه ستونزې حل شوې او امنیتي ځواکونه ورسره د وروڼو په څېر چلند کوي.

هغه زیاتوي چې اوس پرته له وام او وېرې هرې سیمې ته تللی شي او خپل کاروبار او ورځنۍ چارې مخته وړي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت امنیتي مسوولین وایي چې  خپلو  نظامیانو ته يي جدي لارښوونې کړي چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د زابل امنیه قومندان مولوي محب الله ایوب اخند زاده وایي  چې د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی چې د خلکو امنیت تامین کړي او له ولس سره د ښو اړیکو په لټه کې شي.

په خبره يې، خپلو  نظامیانو ته یې لارښوونه کړې چې  له  خلکو سره ښه چلند وکړي او زړونه یې لاسته راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته نه یوازې په زابل بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت تامین شوی او خلک په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته