خبرونهامنیت

په اوو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور ۱۶ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په اوو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور د ۱۶ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزرات ویلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۷ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ تنه د یادو توکو د پلور په تړاو نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې له دې ډلې شپږ تنه په کابل د نشه یي توکو د پلور په تړاو ، درې په کندز، دوه تنه له ۹۰ کیلو اېف سره په هلمند، دوه تنه په پروان، یو کس په نیمروز او دوه تنه نور په هرات او تخار ولایتونو کې نیول شوي دي..

باید وویل شي چې امنیتي ځواکونو د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړي، چې ورسره نه یوازې ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ شوی بلکې ورسره د جنايي جرمونو په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته