امنیت

طالبانو د بورکې ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس وواژه

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١١ :
دبغلان ولايت دبورکې ولسوالۍ دقره چه دکلي دپرمختيايي شورا رييس له اووه کلن زوى سره يې دطالبانوله خوا ووژل شو.
د  بغلان ولايت  دبورکې ولسوال ملا تاج محمد باخترآژانس خبريال  ته وويل :
دغه  پيښه  تيره شپه   هغه   وخت رامنځته شوه  چې يوه   ډله وسله  وال طالبان  دقره چه  دکلي دپرمختيايي شورا درييس عبدالصبورکورته ننوتل او دپرمختيايي شورا رييس او زوى يې په  ناوړه توګه  ووژل .
خبرځاى زياته کړه :   دوژنې علت تراوسه  معلوم نه دى  خوامنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې ددغې پيښې عاملين وپيژني اودقانون منګولو ته يې وسپاري.
خبرځاى  زياته  کړه  دوه تنه  مشکوک کسان دپيښې په اړوند دامنيتي ځواکونو
له خوا نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته