ميرامشاه جيو نيوز باختردغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په دويم بريد
کې څه ناڅه شپاړلس تنه ووژل شول.
دپاکستان خبر ځايونو وويل : دويم بريد په يو کور باندي وشو چې دشمالي وزيرستان دمرکز مرامشاه ښار ته څيرمه موقعيت لري .
په لومړي بريد کې چې د ټي بي غلام خان په ناحيه کې وشو چې د ازبکي اوپنجابي طالبانو په ګډون شپږ تنه ياغيان ووژل شول .
دنړيوالو خبرځايونو دخبرله مخې : بې پيلوټه امريکايي الوتکو تيره شپه دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې خپل بريدونه له سره پيل کړل .
د امريکا دتيرې شپې هوايي بريدونه دپاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر دمليشو له بريد څخه څو ورځې وروسته ترسره شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ